کوېټ د  سیاسي ناراضیانو د عفوې لپاره یوه مسوده تصویب کړه

ارشیف؛ د کوېټ پارلمان 

د کوېټ کابینې د سیاسي ناراضیانو د عفوې پروګرام لپاره د یوه فرمان مسوده تصویب کړه.

دا موضوع له حکومت سره د روان کړکېچ د ختمېدو لپاره په پارلمان کې د سیاسي اپوزېسیون د وکیلانو له‌خوا د یوه کلیدي شرط په توګه مطرح شوې وه.

د کوېټ حکومت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، کابینې لازمه مسوده تصویب کړه چې اعلیحضرت امیر ته وړاندې شي.

د پارلمان له وکیلانو سره د حکومت کړکېچ د دې سبب شوی و چې د قانون جوړونې چارې له میاشتو راهیسې په ټپه ودرېږي.