افغانستان کې د ۲ مدني فعالانو د وژل کېدو په اړه د يوناما اندېښنه

ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د دوو مدني فعالانو د وژل کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې.

یوناما په خپله ټویټر پاڼه پرون ماښام لیکلي چې په مزار شریف کې د فروزان صافۍ او په جلال‌اباد کې د هجرت‌الله خوګیاڼي د وژل کېدو راپورونو سخته اندېښمنه کړې.

د ملګرو ملتونو استازولۍ دا دوه تنه د بشري حقونو مدافعین او فعالان یاد کړي او ویلي یې دي چې د دوی د وژنې په تړاو دې بېړني، خپلواکه او بې‌پرې څېړنې وشي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په مزار شریف ښار کې څلور ښځې وژل شوې دي.

په وژل شویو کې د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله ۲۹ کلنه فروزان صافۍ هم شامله ده.

اخوا په جلال‌اباد کې تېره اوونۍ مدني فعال هجرت‌الله خوګیاڼی له خپل ورور سره یوځای د نامعلومه کسانو له‌خوا په ډزو وژل شوی.

طالبانو ویلي چې د دغو دواړو پېښو په تړاو څېړنې کوي.