د طالبانو حکومت د جرمني د وروستي اعلان هرکلی وکړ

د جرمني ملي بیرغ

د طالبانو حکومت د جرمني د هغه اعلان هرکلی وکړ چې ویلي یې دي، غواړي له طالبانو سره د تعامل لپاره خبرې پیل کړي.

راپورونه وايي، تمه ده په همدې هدف راتلونکو اوونیو کې کابل ته د جرمني سفیر مارکوس پوتزل سفر وکړي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق د دې اعلان په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په نږدې راتلونکي کې به افغانستان په رسمیت وپېژندل شي. په کار هم همدا ده، ځکه افغانستان ټول شرایط پوره کړي دي. ډېرو جهتونو د افغانستان حکومتونو ته ډاډ ورکړی چې دوی به ډېر ژر په افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیک فعالیتونه پیل کړي."

راپورونه وايي، د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل به له طالب چارواکو سره افغانستان ته د جرمني ډپلوماټانو د سفر په اړه هم خبرې اترې وکړي.

پوتزل چې په قطر کې اوسي، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د برلین ځانګړی استازی و.