کابل کې د نفتي مواد بيې د تيرې اوونۍ پرتله ۵ سلنه کمې شوې

په کابل کې د تیلو پمپ

په کابل ښار کې د نفتي مواد بيې د تيرې اوونۍ پرتله شااوخوا ۵ سلنه کمې شوي دي.

په کابل ښار کې ټیکسي چلوونکي وايي، د پترول بيه ۷۶ افغانۍ ده، خو د ډیزلو بيه له ۷۶ افغانۍ څخه ۷۰ افغانيو ته راښکته شوې.

په ورته وخت کې ځيني ګاز پلورونکي وايي، تېره اوونۍ د يو کیلوګازو بيه ۹۰ افغانۍ وه خو اوس دغه بيه ۸۵ ته راښکته شوې.

دوی چې له ازادي راډيو سره یې خبرې کولې وويل، د ژمي په را رسېدو سره بايد د ژوند د نورو اړينو توکو بيې هم راټيتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې په سونګ، نفتي او لومړنیو خوراکي توکو د قیمتونو د لوړېدو له امله کابل ښاریانو شکایت درلود.