د تکزاس ایالت چارواکي په یو کنسرټ کې د ۸ کسانو د وژنې په اړه څېړنه کوي.
د امریکا د تکزاس ایالت چارواکي د هغو اتو تنو د وژنې په اړه څېړنه کوي چې د یوه کنسرت پرمهال شوي ټېل ماټېل کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
د رپ موسیقۍ په دې کنسرټ کې چې وړمه ورځ د تکزاس په هوسټون ښار کې جوړ شوی و، شااوخوا پنځوس زره کسانو ګډون کړی وو.
د هوسټن ښاروال پرون شنبه وویل، دې پېښه کې ۲۵ تنه ټپیان شوي چې ۱۳ یې لا هم روغتون کې دي.
دغلته د رپ وتلي سندرغاړي تراویس سکاټ سندره ویله چې نندارچیانو د ستیج پر لور هجوم ور ووړ.
تراوسه د دغه هجوم او ټېل ماټيل لامل څرګند نه دی، خو چارواکي وایي د شته شواهدو او ویډیوګانو له لارې به دا علت معلوم کړي.