کندهار کې ځینې ښوونکي: پردې غور کوو چې بل کار و بار پیل کړو

کندهار کې د ښوونکو کاري اعتصاب

په کندهار کې د ښوونکو یوه ډله وايي، له تېرو څو میاشتو د معاشونو د نه ورکول کېدو له کبله یې کاربندیز اعلان وکړ.

دوو ښوونکو، اصف الله او سیف الله ازادي راډیو ته وویل، دوی اوس پر دې غور کوي چې بل کار و بار پیل کړي: "موږ تر اوسه د اسد میاشتې معاشونه نه دي اخیستي. زیات مشکلات لرو، اوس هم ریاست ته راغلی یم چې د خپلو ستونزو په اړه عریضه وکړم. یا غواړم بله دنده مخ ته یوسم. یا له هېواده بهر ووځم.

-​څلور میاشتې کېږي چې زموږ معاشات یې بند کړي دي. مشکلات خو تاسو ولیدل چې نه د کوم ښوونکي معاش شته نه د مدیر. مشکلات زیات دي."

دغه ښوونکي وايي، تر تېرې پنجشنبې یې د پوهنې زیاست ته وخت ورکړی و چې د دوی معاشونه ورکړي، خو دا چې ریاست کوم اقدام ونه کړ، دوی هم کاربندیز اعلان کړ.

د طالبانو ویاندویانو د ښوونکو د دې کاربندیز په اړه، د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.