د جرمني چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه رېلګاډي کې د چړې په حمله کې درې کسان سخت ټپیان شوي دي.
د جرمني پولیسو پرون شنبه (د لړم ۱۵مه) وویل، دغه پېښه پرون شوې او په تړاو یې د سوریې یو ۲۷ کلن وګړی نیول شوی دی. په رېلګاډي کې شااوخوا ۳۰۰ کسان سپاره وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر وویل، د دې جنایت انګېزه تر اوسه معلومه نه ده، هغه دا یوه 'وحشتناکه' حمله وبلله.
امنیتي سرچینو د جرمني رسنیو ته ویلي، مشکوک کس په وروستیو کې د اتریش سرحد ته نږدې په پاسائو ښار کې ژوند کاوه.
په جون میاشت کې هم د جرمني په جنوب کې د چړې په واسطه د حملې له کبله درې تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي وو.