د قلم لار ټولنه؛ د تعلیم په ملاتړ دې کمپاین کې څوک دي؟

د قلم لار د ټولنې مشر مطیع الله ویسا

د طالبانو حکومت تر اوسه نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

طالبانو ویلي وو چې په دې اړه پر یوه طرزالعمل کار کوي چې په بشپړېدو سره به یې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم زمینه برابره شي.

بل خوا ځینو فعالانو په خپلو شخصي هڅو سره هغو نجونو ته چې له زده کړو بې برخې پاتې دي، ځینې هڅې پیل کړې دي.

د ازادي راډیو خبریال د قلم لار د ټولنې مشر مطیع الله ویسا سره مرکه کړې ده او په پیل کې یې پوښتنه کړې چې د تعلیم په ملاتړ کمپاین کې څوک ورسره شامل دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ویسا سره مرکه