د ګرجستان اپوزیسیون د 'ساکاشویلي' د خوشې کېدو لپاره لاریونونه کوي

د ګرجستان د پخواني ولسمشر په ملاتړ لاریون

د ګرجستان اپوزیسیون په پام کې لري چې نن د پراخې مظاهرې په ترڅ کې له بنده د پخواني ولسمشر میخاییل ساکاشویلي د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

د اپوزیسیون د ملي متحد غورځنګ یوه مشر نیکا میلیا پر خپله فیسبوک پاڼې لیکلي چې دا مظاهره په سیمه ییز وخت د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي.

د دې غورځنګ بنسټ ساکاشویلي ایښی و.

ښاغلي میلیا د اپوزیسیون له غړو غوښتي دي چې د روستاوي محبس مخې ته راټول شي او یو موټی واوسي.

ساکاشویلي له اته کلن تبعید وروسته د اکتوبر په لومړۍ نېته د ملي انتخاباتو په درشل کې ګرجستان ته له راستنېدو څو ساعته وروسته ونیول شو.

هغه اوس په زندان کې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

ساکاشویلي له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې ولسمشر و.

نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې له قدرت څخه د ناوړه استفادې او د پارلمان د یوه غړي د وهلو ټکولو په قضیه کې د شواهدو د پټولو په تور په غیاب کې به بند محکوم شو.