تورخم او سپين بولدک کې د صاداراتو او وراداتو پر وړاندې ستونزې

تورخم

په تورخم او سپين بولدک کې لا هم د صاداراتو او وراداتو پر وړاندې ستونزې موجودې دي او سوداګر یې له امله شکایت لري.

سوداګر او د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه مشر جبار صافي ازادي راډيو ته وويل، اړوند چارواکي دې ژر تر ژره د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام وکړي.

د نوموړي په خبره، د افغان سوداګرو پرمخ بايد د نورور هېوادونو دروازې هم خلاصې شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د پاکستان په شمول يو شمېر ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې.

پاکستان تېره اوونۍ د لړم په ۱۱مه نېټه، د سپین بولدک لار د عامو افغانانو او سوداګرو پر مخ پرانیسته.