د صرافانو ټولنه: له تېرې يوې مياشتې د پیسو د راکړې ورکړې بهېر ښه شوی

شهزاده سرای

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د پیسو د راکړې ورکړې بهېر ښه شوی دی.

د دې ټولنې مرستيال حاجي داد ګل نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وويل، اوس مهال ټول هغه کسان چې په بانکونو کې اکاونټونه لري د اوونۍ ۴ سوه ډالر او په افغانيو ۳۰ زره افغانۍ ايستلی شي‌.

د نوموړي په خبره، په ورته وخت کې له بهره هم د پېسو د رالېږلو پروسه ښه شوې او په ورځني ډول ډير خلک صرافيانو ته ورځي.

ښاغلی دادګل وایي، که بانکونه د صرافيانو په واک زياتې پېسې ورکړي، نو دغه بهېر به د پخوا په څېر عادي شي.

د افغانستان بانک تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د بانکونو مشتریان کولی شي، اوس په اوونۍ کې ۴۰۰ ډالره او یا هم ۳۰۰۰۰ افغانۍ له خپلو اکاونټونو وباسي.

مخکې تردې عامو خلکو او هم صرافانو ته له بانکونو په اوونۍ کې یوازې دوه سوه ډالره یا هم شل زره افغانۍ ورکول کېدې.