بلېنکن: د کرونا وبا په اړه انلاین غونډه جوړوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه انلاین غونډه به جوړه کړي.

انتوني بلېنکن څرګنده کړه چې په دې غونډه کې به د کرونا وبا په اړه بحث وشي.

ښاغلي بلېنکن په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د بهرنیو چارو وزیران باید په دې برخه کې مرکزي ونډه ولري چې څرنګه د دې وبا مخه نیولی شو او راتلونکې ته چمتو کیدلی شو.

په دې غونډه کې به په نړۍ کې د کرونا واکسین د وېش په اړه هم خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.