جرمني: برلین کې د یوه روسي ډپلومات مړی موندل شوی

برلین کې د روسیې سفارت

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د یوه روسي ډپلومات مړی په برلین کې د روسیې د سفارت مخې ته موندل شوی دی.

د جرمني شپېګل مجلې راپور ورکړی چې ګومان کېږي دا ډپلومات به د روسیې د استخباراتو د ادارې اېف اېس بي مامور وي.

د راپور له مخې د جرمني پولیسو د دې ډپلومات مړی اتلس ورځې مخکې یعنې د اکتوبر د ۱۹مې نېټې په سهار د روسیې د سفارت د مخې پر پلې لار موندلی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې ډپلومات له مړینې څخه خبر و، خو له دې چې دا یوه خصوصي موضوع و، جزییات یې ورنه کړل.

د روسیې سفارت په دې اړه یوازې همدومره ویلي چې دا یوه غمیزه ده.

شپیګل په خپل راپور کې وايي، داسې ښکاري چې دا ۳۵ کلن روس ډپلومات به د روسیې د سفارت د ودانۍ له پاسني پوړ څخه راغورځېدلی وي.

خپرونه زیاتوي چې د روسیې سفارت د عدلي طب تحقیقاتو ته اجازه ورنه کړه، نو ځکه د جرمني څارنوالي هم په دې برخه کې څېړنه شي کولای.