نامعلومو وسله والو شمالي وزیرستان کې یو مخابراتي برج ویجاړ کړی

د شمالي وزیرستان یوه څنډه

نامعلومو وسله والو په شمالي وزیرستان کې د مخابراتو یو برج په بمونو والوزاوه.

پولیسو پرون جمعه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا برج سمدستي وروسته له هغه ویجاړ شو چې د سیمې اوسېدونکو ته یې د انټرنیټي خدماتو په رسولو پیل وکړ.

دا مخابراتي برج په یوه چینايي مخابراتي شرکت پورې اړوند و.

د دې برید مسوولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی، خو شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال په کې فعال دي.