په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی

کابل کې یو شمېر ښځته فعالانې د یوه لاریون پر مهال

په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی او له دوی یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په اړه چوپه خوله پاتې نه‌شي.

یوې فعالې وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه لیک د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ته سپارل شوی دی.

هغې زیاته کړه: "ښځې هم بشر دي او ملګري ملتونه باید د نجونو زده‌کړو ته پام وکړي، دا باید بې‌تفاوته نه‌وي. په هغه لیک کې موږ د افغانستان د ټولو دردونو که هغه سیاسي، اقتصادي او کلتوري وي یادونه کړې ده."

د ښځو دې ډلې په کابل کې څو ځلې لاریونونه کړي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د ښځو حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.

د افغانستان په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځي ته نه‌شي تلی.

ښځې هم په ډېرو دولتي ادارو کې د پخوا په څېر کار نه‌شي کولای.

د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي دي چې دوی پر یوې داسې کړنلارې کار کوي چې له مخې به‌یې په هېواد کې ټولو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د طالبانو په وینا دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه رعایتوي.