فوزیه کوفي د پټ ټېلمن بنسټ له‌خوا د اتلولۍ جایزه وګټله

فوزیه کوفي ته د پټ ټېلمن بنسټ له‌خوا د اتلولۍ اوارډ

فوزیه کوفي د پټ ټېلمن (PAT TILLMAN) بنسټ له‌خوا د اتلولۍ اوارډ ګټلی دی.

دغه امریکايي بنسټ په دې تړاو بېګا په خپله اعلامیه کې ویلي چې فوزیه کوفي ته د سولې او د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د هغې د فعالیتونو لپاره دا جایزه ورکړل شوې ده.

فوزیه کوفي د افغانستان د سولې د مرکچي ټيم غړې وه چې څو میاشتې یې د دولت په استازیتوب له طالبانو سره ناستې وکړې.

کوفي د طالبانو له راتګ لږ وروسته له افغانستان ووتله.

پټ ټېلمن بنسټ چې د امریکا د متقاعدو پوځیانو د درنښت لپاره غونډې نیسي، دا وار یې د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د فوزيې کوفي لاسته راوړنې وستایلې.

په دې غونډه کې د هغو کسانو درناوی او یادونه هم وشوه چې له افغانستانه‌یې د خلکو د را ایستلو په لوی مأموریت کې رول درلود.

پټ ټېلمن بنسټ د پخواني امریکايي پوځي په درنښت جوړ شوی. پټ ټېلمن په ۲۰۰۴ کال کې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې وژل شوی و.