ملګرو ملتونو د بوسنیا د سوله ساتو ځواکونو ماموریت وغځاوه

سوله ساتي ځواکونه

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) په یوه خوله د بوسنیا هرزیګوینا د سوله ساتي ځواکونو ماموریت تمدید کړ.

دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د چین او روسیې په خاطر په دې اړه د یوه پرېکړه لېک ملاتړ وکړي، له هغه د نړیوال سوله ساتي د استازي دفتر ترې لېرې کړای شوی دی.

د دغه پریکړه لېک له مخې د اروپایي ټولنې په مشرۍ ۶۰۰ کسیزځواک ته چې د EUFOR په نوم یادیږي، د یوه بل کال لپاره هلته پاتېږي.

په تصویب شوي پرېکړه لېک کې د عالي استازولۍ د دفتر عبارت وروسته له هغې لېرې کړای شو چې اوسني استازي کریسچین شمیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل لومړني راپور کې ویلي و چې د بالکان سیمه کې پروت دا هېواد د بوسنیا سربیانو له خوا د بیلتون غوښتونکو اقداماتو له کبله له بالقوه ګواښ سره مخامخ دی.