روسیه افغانانو ته: خپلمنځنۍ ستونزې په خبرو حل کړئ له جګړو ډډه وکړئ

ارشیف؛ په مسکو کې د سولې کنفرانس

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر افغان ډلو غږ وکړ چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له جګړې دې ډډه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه)په مسکو کې خبري غونډې ته په دې اړه وویل: "موږ فکر کوو چې قومي-سیاسي ډلې باید د اوس لپاره داسې هڅې ونه کړي چې د افغانانو ترمنځ د جګړې باعث کېږي. دوی باید پر داسې لارې چارو فکر وکړي چې ملي روغې جوړې ته لار هواروي، سوله ټینګوي او په افغانستان او شااوخوا سیمه کې د دوامدار ثبات او امنیت لامل کېږي."

په افغانستان کې د احمد شاه مسعود د زوی، احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم ډلې په وروستیو کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو اعلان وکړ.

روسیې په ۲۰۰۳میلادي کال کې طالبان د ترهګرو په لېست کې داخل کړل او مسکو تر اوسه دا ډله د تروریستانو له لېسته نه ده لېرې کړې.