پر سردار داوود خان روغتون برید کې د طالبانو یو 'لوړپوړی قوماندان' وژل شوی

د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته لومړي طالب وسله‌وال چې ارګ‌یې ونیوه، ویل کېږي په اوږه چهارخانه دستمال لرونکی کس حمدالله مخلص دی.

لوېدیځ اژانسونه وایي چې پر سردار داوود خان روغتون پروني ځانمرګي او ډله‌ییز برید کې د طالبانو یو لوړپوړی پوځي قوماندان وژل شوی دی.

فرانس پرس اژانس دا کس حمدالله مخلص یاد کړی چې په باور یې د طالبانو د ځانګړې بدري قطعې قوماندان او د حقاني شبکې غړی و.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره خبرو کې وویل چې دا راپورونه نه‌شي تأییدولی.

کابل کې پر سردار داوود خان روغتون د پروني برید پړه داعش وسله‌والې ډلې ومنله.