امریکا: له ۵-۱۱ کلنو ماشومانو ته د فایزر بیو انټیک واکسین پیلولی شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا روغتیایي چارواکي وایي، دوی له ۵ تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته هم د فایزر بیو ان ټیک واکسین بهیر پیلولی شي.

د دوی موخه دا ده چې دا ماشومان په کووېډ -۱۹ ناروغۍ اخته نه شي.

امریکایي چارواکو پرون د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ ماشومانو ته د واکسین لګول تایید کړ.

اټکل دا دی چې متحده ایالاتونو کې ۲۸ میلیونه ماشومان د دې واکسین پر شرایطو برابر دي.