سرچینه: جلال اباد کې چاودنې ۳ ملکيان ووژل او ۲ طالبان یې ټپیان کړل

ارشیف، جلال اباد ښار

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې درې ملکي وګړي ووژل او د طالبانو دوه عسکر یې ټپیان کړل.

د طالبانو د حکومت یوه ځایي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له مخې یې نه غوښتل نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، چاودنه غرمه ۱۲ بجې د طالبانو پر رنجر موټر وشوه.

دا سرچینه وایي چې د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا زیارت په سیمه کې دا چاودنه د خښ شوي ماین له کبله شوې.

سرچینې که څه هم په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو په سیمه کې له چاودنې وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوي.

سملاسي چا د دې چاودنې مسولیت نه دی منلی، خو طالبانو له دې وړاندې داعش د ورته حملو مسولان بللي دي.