سوداګرۍ خونه: هرو ۲ اونیو کې یوه بېړۍ توکي افغانستان ته واردیږي

د تورخم له لارې سوداګریز توکي راوړل کیږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د چابهار بندر له لارې په هرو ۱۵ ورځو يو ډکه بېړۍ سوداګریز توکي چې د شااوخوا ۲۰۰ کانټينرونو ظرفيت لري افغانستان ته وارديږي.

د دې خونې مرستيال يونس مومند نن چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) ازادي راډيو ته وويل، دې کانټينرونو کې ډېر لومړني خوارکي توکي لکه غوړي، بوره او نور له عربي متحدو اماراتو څخه واردېږي.

ښاغلی مومند وايي، مخکې به په هرو لسو ورځو کې له ۲۰۰ کانټینرو نه زیات مواد دغه هېواد ته واردېدل چې دومره کمی په کې نه دی راغلی.

د ښاغلي مومند په خبره، چابهار بندر د اوس لپاره د زياتو توکو د انتقال ظرفيت نه لري او بايد د ظرفيت لوړونې لپاره يې کار وشي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له دې وړاندې ويلي و، له ايراني چارواکو سره د چابهار بند له لارې د افغاني تولیداتو په ځانګړي ډول وچې میوې د انتقال په اړه هوکړه شوې ده.

چابهار بندر نړیوالو اوبو او ټرانزیټ ته د رسېدو لپاره افغانستان ته تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده.

د افغانستان، هند او ايران حکومتونو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دې بندر په پرانیستلو سره یې له لارې د سوداګريزې راکړې په اړه هوکړې ته ورسېده.