جرمني: د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال، د نازي سرتیرو جرایم نه هېروو

د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د سربیا قربانیانو ته د درناوۍ مراسم

د جرمني د پارلمان مرستیال مشره وايي، هېواد به یې هېڅکله هغه جرایم هېر نه کړي چې نازي سرتېرو د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال په اشغال شوې سربیا کې وکړل.

د زرغونه ګوند مخکښه غړې او د جرمني د فدرال پارلمان مرستیال مشره کلاودیا روت لومړۍ جرمنۍ چارواکې ده چې په تېره اکتوبر میاشت کې یې د سربیا په کراګویي واچ ښار کې د نازي جرمني د ډلوژنو قربانیانو ته د درناوي په کلنیو مراسمو کې ګډون وکړ.

د نازي پوځ د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په دې ښار کې پر جرمني سرتېرو د مقاومت ډلو د حملو په غبرګون کې پر ملکي وګړو د غچ اخیستنې د حملو پرمهال شااوخوا ۲۸۰۰ کسان په ډله ییز ډول ووژل.

مېرمن روت پرون ازادي راډیو ته وویل چې په سربیا کې د نازي د جنایتونو د غندنې په مراسمو کې د دې د ګډون هدف دا و چې دا ډول پېښې له چا هېرې نه شي.