د بلوچستان خاران سیمه کې بمي چاودنې ۱۳ تنه ژوبل کړي

د پاکستان په نقشه کې د بلوچستان خاران سیمه

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوه مسوول، دین محمد حسني اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته وویل، دغه بمي حمله پرون د بلوچستان ایالت په خاران سیمه کې شوې او زیاتره ټپیان ملکي وګړي دي.

خاران د کوټې د جنوب لویدیځ په ۳۵۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.

که څه هم د دې تازه حملې مسوولیت چا نه دی منلی، خو پاکستاني چارواکو تر دې مخکې په دغسې حملو کې د بلوڅانو بېلتونپالې او نورې ملیشه ډلې دخیلې بللې دي.