د ۱۱۰ هېوادونو مشرانو چې د نړۍ ۸۵ فیصده ځنګلونه په کې دي، ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰میلادي کاله پورې به د ځنګلونو وهل ودروي.
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون سې شنبه د اقلیمي بدلون په اړه د سکاټلنډ په ګلاسکو کې رابللل شوې غونډې ته وویل: "د ځنګلونو او نورو ایکو سیسټمونو ساتنه، کولی شي صفر ته د ګازونو د خپرېدو د راوستلو په تګلاره او زموږ د اقلیمي موخو ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي. امریکا به په خپل هېواد کې د مثال یوه نمونه شي او د نورو هغو هېوادونو ملاتړ به وکړي چې د پراختیا په حال کې ځنګلونه لري او د کاربونونو د کمېدو لپاره پلانونه لري."
پرونۍ غونډې ته د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د اقلیمي بدلون او د هوا د تودېدو د ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍ د رهبرانو د ژمنې هرکلی وکړ.
د ګلاسکو د غونډې په ګډه اعلامیه کې چې د نړۍ ۱۱۰ هېوادونو لاسلیک کړې، د هغو هڅو یادونه شوې چې کولی شي، د ځمکې تودوخه یو اعشاریه پنځه درجې سانټي ګراده ټیټه کړي.