د خبریالانو کمېټه: د تېرکال نومبر راهیسې ۱۲ خبریالان وژل شوي

ارشیف، وژل شوي خبریالان

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د تېر کال له نومبر میاشتې په افغانستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور د تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخامخ شوي دي.

دغې کمېټې پرون د نومبر پر دویمه د ژورنالیستانو پر وړاندې د مجازاتو د معافیت د ختمېدو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبره پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټېنګولو پر مهال هم د یوه خبریال د وژل کېدو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷ قضیې ثبت شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د ۲۰۲۰میلادي کال په نومبر میاشت د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو، خو تر اوسه د وژونکو د مجازاتو لپاره کوم لوري اقدام نه دی کړی.