په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، ملګري ملتونه په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستري روغتون حمله غندي.
یوناما پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، پر طبي پرسونل او هغو ملکیانو چې غواړي روغتیايي خدمات ترلاسه کړي، دا ډول حمله له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده.
Deepest condolences to the families of those who lost their lives in today%27s attack on a hospital in #Kabul and wishing a full and swift recovery to the many who were injured.Health facilities and infrastructure are #NotATarget pic.twitter.com/1qqkKvucNc
— WHO Afghanistan (@WHOAfghanistan) November 2, 2021
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) بیا پر روغتون د حملې پر مهال د وژل شوېو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.
دغه سازمان په ټویټر کې لیکلي چې روغتیايي تاسیسات او مرکزونه باید د حملو هدف نه وي.
Deepest condolences to the families of those who lost their lives in today%27s attack on a hospital in #Kabul and wishing a full and swift recovery to the many who were injured.Health facilities and infrastructure are #NotATarget pic.twitter.com/1qqkKvucNc
— WHO Afghanistan (@WHOAfghanistan) November 2, 2021
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټویټر کې دا د بشرضد حمله بللې او د افغانستان پر وړاندې یې د دسیسو دوام بللی دی.
حامد کرزی رئیس جمهور پیشین افغانستان حمله تروریستی بر شفاخانه سردار محمد داودخان را که در نتیجه آن شماری از هموطنان ما شهید و زخمی شدند به شدیدترین الفاظ تقبیح کرد. حامد کرزی این حمله را جنایت ضد بشری دانسته آن را ادامهٔ دسایس علیه افغانستان خواند و برای نجات کشور از این دسایس…
— Hamid Karzai (@KarzaiH) November 2, 2021
د ووډرا ولسن په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو شنونکي مایکل کوګلمن پرون په ټویټر کې لیکلي، پر روغتون پرونۍ حمله د طالبانو پر هغې ادعا یو ګوزار دی چې ویلي یې وو، جګړه یې ختمه کړې او سوله ټینګه کړې ده.
Terrorists, likely IS-K, have struck Afghanistan%27s largest military hospital-the latest blow to Taliban claims to have restored security by ending the war. This won%27t help its efforts to gain domestic legitimacy. Incidentally, the Taliban attacked the same hospital 10 years ago.
— Michael Kugelman (@MichaelKugelman) November 2, 2021
پرون سې شنبه لومړی روغتون ته نږدې د دوو چاودنو او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول چې د رسنیو په راپورونو کې لږ تر لږه د ۲۰ کسانو د وژل کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.
طالبان وايي، په روغتون کې دننه څوک نه دی زیانمن شوی، خو له روغتونه بهر درې ښځې، یو ماشوم او درې طالبان وژل شوي، دغه راز ۵ نور ټپیان شوي دي.
تردې مخکې د طالبانو د مطبوعاتي ډلې یوه غړي، بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې یوه چاودنه د سردارمحمد داوود خان د ۴۰۰ بستري روغتون دروازې ته نږدې شوې ده.
د پېښې یوه عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي او د حملې پر مهال په روغتون کې دننه و، ازادي راډیو ته د سترګو لیدلی حال ووایه: "ښیښې وغورځېدې، خلک زیات وارخطا شول. ټولو منډې کړې. غوښتل یې ځان یوه خوندي ځای ته ورسوي. څو شېبې تېرې نه وې چې ډزې پیل شوې. دوه ساعته وروسته چې لږه کراري شوه، صحنې ته راووتو، له لېرې مو ورته کتل، له نږدې یې د کتلو اجازه نه وه. وحشتناکه صحنه وه چې د لیدلې نه وه. د انسانانو غوښې هره خوا غورځېدلې وې."
د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستري روغتون حمله د داعش ډلې کار بللی او ویلي یې دي چې د داعش د غړو برید ناکام او پنځه تنه یې له منځه لاړل.
طالبان وايي، د داعش وسله والو غوښتل په روغتون کې ملکیان، ډاکټران او ناروغان په نښه کړي چې هدف ته تر رسېدو مخکې ختم کړای شول.
طالبان زیات وخت په هغو حملو کې چې د طالبانو اهداف په نښه کېږي داعش ډله دخیله بولي.
پر دغه روغتون د ۲۰۱۷میلادي کال په اګسټ میاشت کې هم حمله شوې وه چې د داعش خراسان څانګې یې مسوولیت منلی و. هغه وخت په ډله ییزه حمله کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي وو.
طالبانو د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستري روغتون پرونۍ په داسې حال کې غندلې چې همدغه طالبانو د ۲۰۱۱میلادي کال د مې میاشتې پر ۲۱مه پر همدې روغتون ځانمرګی برید کړی و او مسوولیت یې هم منلی و. په هغه برید کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او تر ۲۳ زیات نور ټپیان شوي وو.