چارواکي: د سپین بولدک-چمن له لارې نن زرګونه افغانان اوښتي

د سپین بولدک-چمن لار

چارواکي د سپین بولدک-چمن د لارې د پرانیستلو په لومړۍ ورځ پاکستان ته د په زرګونه افغانانو د تېرېدو خبر ورکوي.

دغه لاره چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې تړل شوې، نن بېرته د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شوه.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې په چمن کې یوه سیمه‌ییز چارواکي حضرت علي ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونه کسان نن د پاکستان خوا ته واوښتل.

د عمران کاکړ په نوم یوه سیمه‌ییز سوداګر ویلي چې پر خوراکي موادو، درملو او نورو وسایلو او موادو بار نږدې ۲۰۰ لارۍ د افغانستان خوا ته نن تېرې شوې.

د راپور له مخې افغانستان ته په کال کې د پاکستان د صادراتو شااوخوا دوه نیم میلیارده ډالره نیمایي یې د چمن لارې افغانستان ته انتقالېږي.