نامعلومو وسله والو ننګرهار کې یو ملا امام او د ګذر یو وکیل وژلی

د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت

نامعلومو وسله والو نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د یوه جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو نن دوشنبه سهار مهال د عبدالواحد په نوم یو دیني عالم چې د معیوبینو د جامع جومات ملا امام و، په داسې حال کې چې د سهار د لمانځه لپاره په اوداسه بوخت و، په ډزو وواژه او له سیمې وتښتېدل.

د دې پیښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی.

همداراز نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې د ګذر یو وکیل په ډزو وواژه.

له سیمې یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو نن سې شنبه سهار شااوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند چکنورۍ سیمه کې د همدغې سیمې د ګذر یو ملک هجرت خوږیاڼی په ډزو وویشت او له سیمې وتښتېدل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې له ملک هجرت سره دده درې نور ملګري هم په ډزو لګیدلي او په ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې په تړاو ځایي چارواکو څه نه دي ویلي او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.

د یوه بل خبر له مخې، نن د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو د ۲ تنو جسدونه موندل شوي چې په ونه کې را ځړول شوي وو.

د ځایي خلکو په خبره، دا پېښه تېره شپه د جلال- تورخم پر لویه لار د کاریز پله ته نېږدې رامنځته شوې ده.

تراوسه د وژل شوېو کسانو هویت نه دی معلوم او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.