د سعودي عربستان د تېلو شرکت په درېيو میاشتو کې ۱۵۸ سلنه ګټه کړې ده.
د سعودي ارامکو شرکت وايي، د سږ کال د درېیم فصل په درېيو میاشتو کې یې ناخالص عاید ۳۰ میلیارډه او ۴۰۰ میلیونه ډالره وو، حال دا چې د تېر کال په ورته موده کې ۱۱ میلیارډه او ۸۰۰ میلیونه ډالره وو.
د دې راپور له خپرېدو سره هم مهاله د ارامکو د ونډو ارزښت کابو یو فیصد لوړ شو او د دې کمپنۍ ارزښت تر دوو تریلیونه ډالرو واوښت.
د سعودي عربستان دغه ستر شرکت د کرونا وبا د خپرېدو له کبله په تېرو دوو کلونو کې ډېر تاوان کړی و.