نیوزیلنډ خپل یو ډپلوماټ افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیره

د نیوزیلنډ حکومت خپل یو دپلوماټ د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره.

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې Nanaia Mahuta نانایا ماهوتل ویاندې پرون دوشنبه (د لړم۱۰مه) وویل، په متحده عربي اماراتو کې د نیوزیلنډ سفیر ماتیو هاوکینس د افغانستان لپاره د نیوزیلنډ ځانګړی استازی ګومارل شوی او دا دنده د دې لپاره ورسپاري چې له افغانستانه د نیوزیلنډیانو او هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته وکړي چې د نیوزیلنډ وېزې لري.

د نیوزیلنډ حکومت تر ۱۲۰۰ ډېرو افغانانو ته چې افغانستان کې یې د نیوزیلنډي ځواکونو ملاتړ کړی او همدا راز د هغوی د کورنیو غړیو ته وېزې صادرې کړي دي.

نیوزیلنډ په بامیان کې د ولایتي بیارغونې نسبتاً کوچنی ټیم درلود.

د افغانستان لپاره د نیوزیلنډ ټاکل شوی استازی هاوکینس تېره اوونۍ دوحه کې و چې له قطري چارواکو سره یې خبرې وکړي.

د قطر هوايي شرکت له نیوزیلنډ سره له افغانستانه د کسانو په ایستل کې مرسته کړې ده.