د ځینو افغانانو د ایستلو په اړه له بایډنه د بشري چارو د ډلو غوښتنې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د بشري چارو تر ۱۰۰ ډېرو ډلو د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې افغانستان کې د هغو افغانانو د ایستلو لپاره نور اقدامات وکړي چې خطر سره مخامخ دي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د نړیوالې پراختیا موسسو، بشر پالو ادارو او د کډوالو د سازمانونو مشرانو تېره اوونۍ د متحدو ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان ته په استولي لیک کې په دې نه هیلي ښوولې چې د متحدو ایالاتونو حکومت په مجموع کې له افغانستانه د ایستل کېدونکو کسانو په اړه محدودو کسانو ته لومړیتوب ورکړی دی.

دوی د بایډن له حکومته غوښتي چې هغه ټول کسان له افغانستانه وباسي چې له خطر سره مخامخ دي.

د امریکا حکومت د کانګرس له لوري هم په دې خاطر تر فشار لاندې دی چې د افغانستان د جمهوري دولت له پرزېدو وروسته یې سلګونه امریکایان او زرګونه له خطر سره مخامخ افغانان له افغانستانه ایستلي نه دي.