وار ان د راکس: طالبان خپله په افغانستان کې د یوې ډلې تسلط ناممکن بولي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • وار ان د راکس

وار ان د راکس د افغانستان په چارو کې د کارپوه بارنت روبین مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د حضور د ضعف او قوت ټکي راخیستل شوي دي.

لیکوال د افغانستان د سولې اوږدې پروسې، د جمهوریت سقوط او د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو د بیا راتګ موضوع ته پام کړی.

د مطلب په دوام کې لولئ چې نن افغانستان په هماغه اندازه یوه سیاسي جوړجاړي ته اړتیا لري چې د اګسټ په ۱۴مه‌یې درلود.

په لیکنه کې دا هم راغلي چې طالبان خپله په افغانستان کې د یوې ډلې تسلط ناممکن بولي. لیکوال استدلال کوي که طالبان لا هم په داسې یوه څه ټینګار کوي، اسلامي امارت به‌یې د تېرو نظامونو د برخلیک سره مخ وي.

طالبانو خپل موقت حکومت د سپټمبر په اوومه د ۳۳ نارینه‌وو غړو په حضور اعلام کړ. د طالبانو چارواکو ویلي چې حکومت‌یې ټول‌شموله دی.

خو ځیني په افغانستان کې دننه او بهر دا ډول څرګندونې نه‌مني.

ځیني ګاونډي هېوادونه لکه تاجکستان، ایران او اروپايي اتحادیې غوښتي چې افغانستان کې د ټولو سیاسي جریانونو په ګډون پراخ‌بنسټه حکومت رامنځته شي.

د نجونو د حقونو رعایت او ښځو ته د زده‌کړو د زمینې برابرول له طالبانو نورې عمده غوښتنې دي.

  • د بشر حقونو څار خپرونه

په همدې تړاو د بشر حقونو څار خپرونې هم یو مطلب خپور کړی چې عنوان‌یې دی: 'له طالبانو تر طالبانو، د ښځو د حقونو په برخه کې امېدونه او نهیلۍ'.

د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدر بار ویلي په افغانستان کې د هلکانو ښوونځي پرانیستل شوي، خو ډېر شمېر نجونې نه‌شي کولای چې ښوونځي ته ولاړې شي.

د لیکنې په دوام کې راغلي چې ډېری ښځې له خپلو دندو لیرې کړل شوې دي.

لیکواله وايي چې ښځې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر مبارزه کوي، دوی وغوښتل چې له طالبانو سره مذاکره وکړي او کله چې د هغوی هڅې بریالۍ نه‌شوې، نو په اعتراضونو یې لاس پورې کړ.

طالبانو ویلي چې نجونې په ځینو ولایتونو کې لکه بلخ له شپږم ټولګي پورته هم ښوونځیو ته ځي.

د هغوی ویاندویان وايي چې اوس پر داسې طرزالعمل کار کوي چې په نورو ولایتونو کې هم ورته اقدام ترسره کړي.

هغه نجونې چې له زده‌کړو محرومې شوې دي وايي چې لا هم نه‌پوهېږي چې مشخصاً دا طرزالعمل کله بشپړ او پلی کېږي.

له دغو نجونو یو شمېر یې ازادي راډیو ته ویلي د روښانه راتلونکي په اړه هیله‌مندې نه‌دي.

هیدر بار ویلي چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د ښځو په وړاندې د تبعیض د منع کنوانسیون لاسلیک کړی.

لیکوالې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو د فشار په راوستلو سره د افغان ښځو له حقونو دفاع وکړي.