د سپين بولدک-چمن دروازه سبا سې شنبه د ترانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل کېږي.
د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت ازادي راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته سر له سبا اتو بجو پرانيستل کېږي او هره ورځ به ۸ ساعته پرانيستې وي.
همت وويل چې تر دې وروسته به د سپين بولدک پر لار سوداګریز موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي او مسافر د کندهار پر تذکره او پاسپورټ سفر کولای شي.
د طالبانو حکومت شااوخوا یوه میاشت مخکې له افغانانو سره د پاکستاني ملېشو د ناسم چلند له امله د سپين بولدک دروازه وتړله چې له املهيې سوداګرو د درنو زيانونو له وراوښتو خبر ورکړی و.