پاکستان په بند محکومه شوې چکي موډله خوشې کوي

پاکستان کې په بند محکومه شوې چکي موډله تیریزا هلوسکوا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه چکي موډله به خوشې کړي چې د نشه‌یي توکو د قاچاق په جرم په څه باندې ۸ کاله بند محکومه شوې وه.

دا اعلان وروسته تر دې وشو چې د تیریزا هلوسکوا مدافع وکیل نن وویل، استېناف محکمې د هغې د برائت حکم صادر کړی دی.

۲۵ کلنه تیریزا په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان کې ونیول شوه او د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې په ۸ کاله او ۸ میاشتې حبس محکومه شوه.

نوموړې هغه مهال د محکمې پر پریکړه غبرګون ښودلی و او ویلي یې و چې بل چا یې بکس کې نشه یي توکي ایښي و.

د چک جمهوریت بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې دا تبعه به یې لنډو ورځو کې خوشې شي.