د نوبل د سولې جایزې ګټونکي اوسلو کې خپلې جایزې ترلاسه کوي

د نوبل د سولې جایزه سږ کال دوو خبریالانو ماریا ریسا او دمیتري موراتوف ته ورکړل شوه

ټاکل شوې د نوبل د سولې جایزې ګټونکي د ډسمبر په ۱۰مه په اوسلو کې خپلې جایزې ترلاسه کړي.

د نوبل کمېټې نن د "نومبر په لومړۍ نېټه" دا اعلان وروسته تر دې وکړ چې په ستاکهلم کې د نوبل د نورو جایزو د ورکړې مراسم د کرونا له کبله په پرله‌پسې دوهم کال هم لغوه شول.

د نوبل د سولې جایزه سږ کال دوو خبریالانو ماریا ریسا او دمیتري موراتوف ته ورکړل شوه چې ماریا په روسیه او موراتوف په فیلیپین کې خبریال دی.

دوی ته دا جایزه د بیان ازادي لپاره د "زړورې مبارزې" په خاطر ورکړل شوې ده.