د معاملاتو د لارښوونې دفترونه: افغانستان کې د املاکو بیې ټیټې شوي

د کابل په دهمزنګ کې رنګه کورونه

د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر مالکان وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د املاکو بیې ټیټې شوې دي.

د انلاین معاملاتو او لارښوونو مسؤل تمیم یوسف ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو واکمنېدو سره په کابل کې د کورونو د کرایې او خرڅلاو بیې ۶۰ سلنه راټيټې شوې دي.

ښاغلی یوسف وايي، په تېر حکومت کې به په وزیر اکبرخان مېنه کې د یوه ښه کور میاشتنۍ کرایه ۱۳،۰۰۰ امریکايي ډالره وه، خو اوس هماغه کور په ۴۵۰ ډالره کرایه ورکول کېږي.

ښاغلی یوسف وايي، د کورونو د خرڅلاو په بیو کې هم ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د کابل په مکروریانو کې د معاملاتو او لارښوونې د یوه دفتر مسؤل محمد همایون وايي، ډېر خلک ورځي او خپل کورونه د خرڅلاو په خاطر ثبتوي، خو د ډېرو کمو بخت یاري ورسره کوي چې کور یې خرڅ شي، هغه هم په خبره‌یې په ډېره کمه بیه.

د نوموړي په خبره د کورونو ترڅنګ د ځمکو بیه هم ۶۰ سلنه ټیټه شوې ده.

د یادونې ده چې دا یوازې د معاملاتو او لارښوونو د دفترونو د مالکانو خبرې دي، په دې اړه تر اوسه د کومې رسمي او مسؤلې مرجعې له‌خوا ځانګړې سروې نه‌ده شوې.