چین له افغانستانه د ځلغوزیو ور رسېدل د کابل-پیکېنګ د همکارۍ لویه نښه وبلله

ارشیف، د خوست ځلغوزي

د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د ۴۰ ټنو ځلغوزیو ور رسېدل، د پیکېنګ او کابل ترمنځ د همکارۍ لویه نښه بللې ده.

وانګ یي نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ځلغوزیو دا کارګو د چین پوډونګ هوایي ډګر ته ور رسېدلې ده.

وانګ یي ویلي، د دې کار ګټه دواړو هېوادونو ته رسېږي او عاید یې د افغان بزګرانو جېبونو ته ځي.

د طالبانو حکومت پرون خبر ورکړ چې په کام ایر الوتکه کې یې دا ځلغوزي چین ته صادر کړل.

چین د افغانستان د ځلغوزیو لوی پېرېدونکی دی او نږدې دوه کاله وړاندې یې خصوصي سکټورونو دې برخه کې د ۲،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.