جرمني کې ۱۰ افغان پناه غوښتونکي یوې لارۍکې وموندل شول

ارشيف، يو شمېر نيول شوي پناه غوښتونکي

د جرمني پر یوه لویه لار ۱۰ افغان پناه غوښتونکي په یوه لارۍکې وموندل شول.

«DPA» خبري اژانس د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه پناه غوښتونکي د المان په زاکسن انهالت ایالت کې د یوې لارۍ په شا کې موندل شوي دي.

پولیسو ویلي د لارۍ چلوونکي چې د رومانیا دی، پولیسو ته زنګ وهلی او ویلي یې دي چې د لارۍ له شا یې غږونه اورېدلي دي.

په لارۍ کې د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ ۱۰ افغان کډوال سپاره وو چې د دوی په خبره د یوه قاچاقبر په مرسته ځای پر ځای شوي وو.

دغو پناه غوښتونکو ویلي چې دوی د هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت له لارې جرمني ته رسېدلي دي.

د پولیسو په خبره، دا په روان کال کې ۲۵م ځل دی چې په لویو لارو کې له لاریو نه پناه غوښتونکي موندل کېږي.