طالبانو د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره کابل کې یو شمېر هوکړې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره د لیدنې پر مهال

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره‌یې کابل کې پر بشري مرستو، امنیت، بیارغونه او ترانزیټ ګټورې خبرې کړې دي.

امیر خان متقي نن له رشید مرادوف سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، دې برخو کې هوکړې هم شوي چې دوی هڅه کوي عملي بڼه ورکړي.

ښاغلی متقي زیاتوي: "کوشش به دا کوو، دا ټول څه چې وشول، که توافقات وشول یا خبرې دا په عمل کې پیاده شي او دواړو هېوادونو او ولسونو او بالاخره‌یې ټولې سیمې ته ګټه ورسېږي."

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف پرون د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر کابل ته راغی.

دې لیدو کتو کې د ټاپي پروژې پر امنیت هم بحثونه شوي او طالبانو د دې پروژې د عملي کولو او امنیت ډاډ ورکړی دی.

ټاپي هغه نل‌لیکه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې کار د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې پیل شو، خو عملي کول‌یې له ستونزو سره مخامخ شول.