د طالبانو لوړپوړو چارواکو ومنله چې پرون د دوی مشر ملا هبتالله اخندزاده په کندهار کې یوې غونډې ته خبرې کړې دي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "هو د افغانستان د اسلامي امارت زعیم محترم امیرالمومنین شېخ هبتالله اخندزاده تېره ورځ کندهار کې له ځینو دیني علماوو او سپین ږیرو سره یوه جلسه کې ګډون وکړ. هغوی تهیې د اړوندو مسایلو او اسلامي امارت اړوند پیغام ورکړ. خبرې یې وکړې او ستونزې یې واورېدې. دا خبره واقعیت لري."
هبتالله اخندزاده چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د طالبانو مشر ټاکل شوی، تر اوسه په عام محضر کې نهدی لیدل شوی.
کندهار کې له دې مراسمو تر اوسه کوم انځور یا وېډیو نهده خپره شوې.
ملا هبتالله اخندزاده د طالبانو د بل مشر ملا اختر محمد منصور ځایناستی دی.