د طالبانو له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره چین ته ځلغوزي صادر شول

ارشیف، د افغانستان د هوايي دهلېز له لارې صادرات

د طالبانو له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره له افغانستانه چین ته په ځلغوزو بار یوه الوتکه والوته.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا کارګو الوتکه نن د کابل له هوایي ډګره چین ته ولاړه.

لا معلومه نه‌ده چې دې کارګو کې څه اندازه ځلغوزي بار شوي و.

چین ته دا صادرات وروسته تر دې وشول چې تېره اوونۍ د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وکتل.

په دې ملاقات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته د ځلغوزو یوه کڅوړه د ډالۍ په توګه ورکړه.

چین په سیمه کې د افغانستان د ځلغوزیو ستر پېرېدونکی دی.

د افغانستان خصوصي سکټور نږدې دوه کاله وړاندې چین ته د پنځو کلونو په ترڅ کې د ۶۲ زره ټنه ځلغوزیو د لېږد تړون لاسلیک کړ.