طالبان وايي چې پرون ناوخته په کندهار کې د دوی مشر ملا هبتالله اخندزاده وينا کړې ده.
ځينو طالب سرچينو ازادي راډیو ته ویلي چې د شنبې په مازدیګر د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د حکیمیه په نوم په يوه مدرسه کې لنډه وينا کړې ده.
په کندهار کې د مطبوعاتو یوه مسؤل رحمتالله نړيوال ازادي راډیو ته د دې وینا غږیزه بڼه لېږلې ده.
رالېږلی غږ واضح نهدی او نهمعلومېږي چې د طالبانو مشر څه وايي.
د طالبانو د مشر کوم عکس يا وېډيو نهده خپره شوې چې ثابته کړي د طالبانو مشر دې مدرسې ته تللی او وینا یې کړې ده.
خو پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د دوی د مشر د وینا خبره کېږي.
مخکې داسې ویل کېده چې ملا هبتالله اخندزاده شااوخوا دوه کاله مخکې د پاکستان په بلوجستان کې د یوه برید پر مهال وژل شوی دی.