د متحده ایالاتو، جرمني، فرانسې او بریتانیا مشرانو له ایرانه وغوښتل چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون پر سر خبرو ته وروګرځي.
دې لوېدیځو مشرانو ایران ته په خطاب کې وویل، "د لانجې د خطرناکې زیاتېدا" د مخنیوي لپاره باید د اټمي تړون ژمنو ته ورستون شي.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي تهیې په ډاګه کړې چې له اوسني فرصته استفاده وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، د ایران ښه چلند به د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو پر سر خبرې بېړنۍ پایلې ته ورسوي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د ایران د اټمي فعالیتونو دوام به د عمل ګډ او هر اړخیز پلان ته د ایران د ممکنه ستنېدو هڅې زیانمنې کړي.
لوېدیځو مشرانو دا اعلامیه په روم کې د جي شل غونډې په څنډه کې صادره کړه.