اشرف غني ته نږدې سرچینې: غني تېر ۲۰ کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی

محمد اشرف غني

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینې وایي، نوموړی دا مهال تېر ۲۰ کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی.

د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ دورې د چارو ادارې مطبوعاتي مسؤل محبوب شاه محبوب ویلي، غني "د وطن حالات له نږدې څاري او ټول ملاقاتونه او اړیکې یې د کوربه هېواد د ډيپلوماتیک عرف او اصولو له مخې تنظیمېږي".

ښاغلي محبوب تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه هغه اوازې بې‌اساسه بللي چې ګواکې محمد اشرف غني نظربند دی.

خپله ښاغلي غني پخوا ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې دی او د افغانستان او له کابله د وتلو په اړه جزئیات به له ولس سره شریکوي.

نوموړي له وتلو وروسته تر اوسه څو ځله یوازې پر ټویټر پيغامونه ورکړي دي.