طالبان: هغه کسان مو نیولي چې سرخ رود ولسوالۍ کې یې پر واده ډزې کړي

ارشیف؛ په جلال‌اباد کې طالبان له یوې چاودنې وروسته

ارشیف؛ په جلال‌اباد کې طالبان له یوې چاودنې وروسته

طالبان وایي، هغه کسان‌یې نیولي چې د دوی له نومه‌یې ناوړه استفاده کړې او د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې یې پر یوه واده ډزې کړې وې.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکي درې تنه و چې له واده والا سره‌یې شخصي دښمني درلوده.

کریمي وایي: "د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي، یو کس چې تښتېدلی د هغه تعقیب روان دی، هیله ده ژر به ونیول شي. د پېښې عاملینو د اسلامي امارت له نومه په بدې استفادې شخصي دښمني پاللې. د شریعت منګولو ته وسپارل شول، دا قضیه به تر پایه تعقیب شي."

د ښاغلي کریمي په وینا، دې ډزو کې درې تنه وژل او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پرون ځایي سرچینو ازادي راډیو ته وویل، دې وسله‌والو ځکه د واده پر مراسمو ډزې کړي چې په لوړ غږ موسیقي په‌کې غږول کېده.