د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو سرمشریزه نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پرانیستل شوه.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د اقلیمي بدلونونو او نړیوال اقتصاد په اړه بحثونه کېږي.
د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د سرمشریزې په ځای کې د نړۍ مشرانو ته هرکلی ووایه.
د کرونا د وبا له پیل راهیسې دا د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل لومړنۍ حضوري غونډه ده.
د دې سرمشریزې په اجنډا کې د کرونا ضد د واکسین د وېش په ګډون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر اړوندو مسایلو بحثونه شامل دي، خو ډېره پاملرنه به د اقلیمي بدلون مسئلې ته وي.
اقلیمي فعالې سویډنۍ پېغلې ګریتا تونبیرګ پرون له بي بي سي سره په مرکه کې د جي شل له مشرانو د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه: "تاسو چې د نړۍ د ډېرو ځواکمنو هېوادونو مشران یاست، ډېر مسوولیتونه لرئ، خو کله چې متحد ایالات د فوسیلي تېلو اړوند تاسیسات پراخوي، نو دا په رښتیا د دې نښه ده چې دوی اقلیمي بحران ته سمدستي پاملرنه نه کوي."
د جي شل له غونډې وروسته سمدستي د اقلیمي بدلون په اړه یوه بله غونډه د ملګرو ملتونو په نوښت د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې په پام کې ده.
نو تمه ده چې د جي شل د غړو هېوادونو مشران به د ګلاسګو د غونډې له پیل مخکې د ځمکې د تودوخې د مخنیوي په برخه کې د یولړ اقداماتو یو لړ ژمنې وکړي.