فارن پالیسي: افغانستان کې یو کس په ۲زره ډالره اختطاف او په ۵ زرو وژل کېږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

  • ډیلي مېل

د ډیلي مېل انلاین ورځپاڼې په افغانستان کې د نامعلومو کسانو له خوا پر یوه خبریال د وسله والو برید موضوع ته پام کړی.

دغه ورځپاڼه د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس له قوله لیکي چې نامعلومه موټر سایکل سپرو کسانو د جمعې په ورځ په پلازمېنه کابل کې یو افغان خبریال وژلی.

ورځپانه د طالبانو د مرستیال ویاند بلال کریمي له خولې وايي چې د ایران صدای و سیما خبري اژانس خبریال علي رضا شریفي په پېښه ټپي شوی دی.

کریمي ویلي چې د حملې مسولیت لا چا نه دی منلی، خو ورځپاڼه د طالبانو له قوله زیاتوي چې هڅې یې روانې دي، څو د یادې پېښې عاملان ژر تر ژره ونیسي.

د ډیلي مېل ورځپاڼه وړاندې وايي چې دا پېښه په داسې حال کې په کابل کې کېږي چې یوازې یوه اوونۍ دمخه په افغانستان د خبریالانو یوه مدافع بنسټ اعلان وکړ چې تېرو دوو میاشتو کې له کله چې طالبانو په کابل کې واکمن شوي، د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت کړي چې ۹۰ سلنه د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې د پرمخ زیاتېدونکې بد ټولنیز وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

د مطلب لیکوال لین اودانل، کښلي چې په افغانستان هره ورځ زیاتېدونکو غلاوو، قتلونو او جنایتونو د طالبانو لپاره وضعیت ستونزمن کړی دی.

فارن پالیسي وايي، افغانستان کې د اقتصادي ناورین ترڅنګ په ټولنه کې جدي جرایم، نا ارامي او قلتونه زیات شوی.

همدا راز له بهره د را واردونکو خوراکي توکو بیه هم په ډېره پیمانه لوړه شوې.

خپرونه لیکي سره له دې چې فقر او لوږه مخ په زیاتېدو ده، خو ټولنه کې د نظم او د قانوني د پلي کولو هڅې ډېرې شوي.

د مطلب لیکوال زیاتوي چې د داسې کورنیو په اړه هم راپورونه شته کوم چې په پلازمېنه کابل کې له لوږې سره مخ دي او د خوړو لپاره د پیسو د ترلاسه کولو لپاره خپل ماشومان پلوري.

فارن پالیسي د افغانستان د پخواني حکومت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی افشا شوی لیکي، په اوسني شرایطو کې په افغانستان کې یو کس د ۲ زره ډالرو په بدل کې اختطاف او د ۵ زره ډالرو په بدل کې وژل کېږي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې تېرو دوو میاشتو کې کابو ۴۰ سوداګر په افغانستان کې تښتول شوي او لادرکه دي.