د سوډان پلازمېنه کې زرګونه کسان د پراخو مظاهرو لپاره راټول شوي

ارشیف؛ د سوډان په پلازمېنه کې لاریون

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې زرګونه کسان د ټول هېواد په کچه د پراخو مظاهرو د پلان په ترڅ کې راټول شوي دي.

معترضان په دې افریقايي هېواد کې له پوځي کودتاه وروسته د ملکي حکومت د بېرته ټینګېدو غوښتنه کوي.

مظاهره چیانو د خرطوم په لارو کوڅو کې د لاریون پرمهال د سوډان بیرغونه لېږدول او شعارونه یې ورکول چې پوځي واکمني د ستایلو نه ده او دا هېواد زموږ دی او زموږ حکومت ملکي دی.

زرګونه خلکو تېره اوونۍ وروسته له هغه مظاهرې وکړې چې د جنرال عبدالفتاح برهان له خوا د شوې کودتاه په ترڅ کې د صدراعظم عبدالله حمدوک کابینه ړنګه شوه او ورسره لویدېځو هېوادنو له سوډان سره د سلګونه میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.

د تېرې اوونۍ د مظاهرو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول او ۱۷۰ نور ټپیان شول.