روم کې 'جي۲۰' د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصاد په اړه خپل بحث پیلوي

د جي ۲۰ غونډه

د نړۍ د پرمختللو هېوادونو مشران د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصاد په اړه د بحث لپاره خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه نن په روم کې پیلوي.

د کرونا د وبا له پیل راهیسې دا د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل لومړنۍ حضوري غونډه ده.

د دې سرمشریزې په اجنډا کې د کرونا ضد د واکسین د وېش په ګډون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر اړوندو مسایلو بحثونه شامل دي خو ډېره پاملرنه به د اقلیمي بدلون مسالې ته وي.

اقلیمي فعالې سویډنۍ پېغلې ګریتا تونبیرګ پرون له بي بي سي سره په مرکه کې د جي شل له مشرانو د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه: "تاسو چې د نړۍ د ډېرو ځواکمنو هېوادونو مشران یاست، ډېر مسوولیتونه لرئ، خو کله چې متحد ایالات د فوسیلي تېلو اړوند تاسیسات پراخوي، نو دا په رښتیا د دې نښه ده چې دوی اقلیمي بحران ته سمدستي پاملرنه نه کوي."

د جي شل له غونډې وروسته سمدستي د اقلیمي بدلون په اړه یوه بله غونډه د ملګرو ملتونو په نوښت د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې په پام کې ده. نو تمه ده چې د جي شل د غړو هېوادونو مشران به د ګلاسګو د غونډې له پیل مخکې د ځمکې د تودوخي د مخنیوي په برخه کې د یو لړ اقداماتو یو لړ ژمنې وکړي.